میرویس بلخي: طالبانو په افغانستان کې فرهنګي نسل‌وژنه ترسره کړی ده

میرویس بلخي، د پخواني حکومت د پوهنې وزیر، ویلي چې طالبانو د اعدامونو نندارې ته د ماشومانو او تنکیو ځوانانو رابللو او د تاوتریخوالي د ترویج له لارې په افغانستان کې د «فرهنګي نسل‌وژنې» مرتکب سوي دي.
میرویس بلخي: طالبانو په افغانستان کې فرهنګي نسل‌وژنه ترسره کړی ده

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ میرویس بلخي، د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزیر، «د بشرحقونو د فعالانو د یووالي سپېس» په نوم آنلاین غونډه کې خبرداری ورکړی چې طالبان د منظم تاوتریخوالي په ترویج او د ماشومانو په وسیله‌اي کارونې سره، د افغان ټولنې فرهنګي بنسټونه په نښه کړي دي.

هغه وویل، په کال ۱۳۹۹ کې د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې تاوتریخوالی منع کړی وو، خو اوس طالبان ماشومان، ځوانان او عام خلک د عامه اعدامونو د نندارې لپاره رابولي؛ هغه کار چې د ده په وینا «د تاوتریخوالي د کلتور خپرول» او د «فرهنګي نسل‌وژنې ښکاره بېلګې» دي.

بلخي ټینګار وکړ: «فرهنګي نسل‌وژنه له انسان وژنې څخه لوی او خطرناک جنایت دی، ځکه دا د یو ملت ټول خلک په مستقیم ډول هدف ګرځوي.»

د پخواني حکومت د پوهنې وزیر په اندېښنه وویل چې نن یوازې د انجونو زده کړې نه، بلکې د هلکانو زده کړې هم له جدي ګواښ سره مخ دي. ده زیاته کړه: «ناسمه زده‌کړه تر هېڅ زده‌کړې بدتره ده. هغه څه چې طالبان نن هلکانو ته ورښيي، د فرهنګي نسل‌وژنې یوه څرګنده بېلګه ده.»

ده همدارنګه د انجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل «د بشریت ضد جنایت» وبله او ویې ویل چې هغه ټولنه چې ښځې یې زده‌کړې ته نه پرېښودل کیږي، له ودې او حرکت څخه پاتې کېږي.

بلخي د رسنیو سانسور، د کتابونو حذف، د تاریخ تحریف او نورې قصدي کړنې د طالبانو له لوري، د فرهنګي نسل‌وژنې روښانه مصادیق وبلل او وغوښتل چې باید د دې حالت پر وړاندې پراخه عدالت پالنه وسي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x