د معمار پرس د خبر له مخې؛ د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک کال وايي، افغانستان ته سفر او د سرپرست حکومت له چارواکو سره لیدنې دوی ته مشروعیت ورکوي او زړورتیا ورکوي. ښاغلي مک کال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه لیک کې د طالبانو له استازو سره د امریکايي چارواکو له کتنې او افغانستان ته د هغوی له سفر سره سخت مخالفت ښودلی دی. هغه ټینګار وکړ چې له طالبانو سره تعامل د دغې ډلې په چلند کښې بدلون نه دی راوستی بلکې د دغې ډلې چلند له امریکا سره د قدرت د ترلاسه کولو وروسته ډیر خراب شوی دی.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=5495
۱ کال پیش
شماره خبر 5495
منتشر شده در ۱۵:۲۲ - اسد ۳, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email