مولوي محمد یعقوب مجاهد: امنيتي او دفاعي ځواکونه په هر ډول شرایطو کې د خپل ولس د سر، مال او عزت څخه دفاع ته چمتو دي

مولوي محمد یعقوب مجاهد: امنيتي او دفاعي ځواکونه په هر ډول شرایطو کې د خپل ولس د سر، مال او عزت څخه دفاع ته چمتو دي

د معمار پرس د خبر له مخې : د ملي دفاع وزارت اړوند ځانګړو ځواکونو قوماندانۍ له لومړۍ دورې څخه ۴۸۵ تنه سرتېري پرون له ۳ میاشتنیو عقیدوي، نظامي او مسلکي زده کړو څخه وروسته د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د سرپرست ترڅنګ د یاد وزارت ګڼ شمېر مسؤلینو او سرتېرو ګډون کړی وو.

مولوي محمد یعقوب مجاهد په دغو مراسمو کې فارغو شویو سرتېرو ته په خطاب کې وویل چې ستاسو دغه ستړیاوې او تکلیفونه د دې سترې موخې لپاره دي، چې هغه د ګران هېواد په پاکه خاوره د شرعي نظام نافذ کول د اسلامي نظام پر وړاندې له بغاوت کوونکو سره مقابله ده.

او ولس ته وایم چې دغه ځانګړي ځواکونه ستاسو د سر، مال او عزت ساتنه کوي او موږ هېچاته اجازه نه ورکوو چې ستاسو خوشحالي درڅخه واخلي ترڅو چې ژوندي یو د ولس ساتنه به کوو.

نوموړي ټینګار وکړ، چې امنيتي ځواکونه د خپل ولس د سر، مال او عزت ساتنې په موخه هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او چاته به اجازه ورنکړي، چې د خلکو خوشحالۍ ورڅخه واخلي.

په ورته وخت کې د ځانګړو ځواکونو مرستیال قوماندان مولوي مختار احمد  عمري په دغو مراسمو کې  ډاډ ورکړ، چې د هېواد د ملي حاکمیت او اسلامي نظام د ساتنې په موخه به د يو پیاوړي او قوي ځواک د جوړولو په موخه ګړندۍ هڅې وکړي.

بیشتر بخوانید:  د ښځو نړیواله ورځ او د طالبانو په رژیم کې د افغان ښځو وضعیت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x