د معمار آژانس د خبر له مخې؛ د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې کته کې، د سرو زرو سوداګرو خپلې ستونزې او وړاندېزونه شریک کړل او د حل غوښتنه یې وکړه.
دغه راز، مولوي قدرت الله جمال د سرو زرو سوداګرو د ستونزو او وړاندیزونو په اورېدو سره، ویلي دي: هېوادونه د صنعت او سوداګرۍ له لارې پرمختګ کوي او صنعت او سوداګرۍ د هېواد د ځان بسیاینې او پرمختګ بنسټ دی.
هغه څرګنده کړې چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مشرتابه تل هڅه کوي چې صنعت کارانو او سوداګرو ته زیاتې آسانتیاوې برابرې کړي.
مولوي جمال له یادو سوداګرو څخه غوښتي چې د وزارت د تخنیکي ټیم په همغږۍ دې، د سرو زرو د صادراتو او ترانزیټ په برخه کې پر نوې او هر اړخیزه طرحه کار وکړي چې له اقتصادي کمېسیون سره شریکه او د صادراتو او ترانزیټ په برخه کې ستونزې حل شي.