مولوي عبدالکبیر: څوک چې وطن ته راستانه شي، عزت او وقار یې خوندي کېږي

مولوی عبدالکبیر

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د اسلامي امارت ارګ تیره شپه (د قوس په ۱۵ مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چي د وزيرانو شورا سياسي مرستيال د تېر حکومت د ولسي جرګې له دويم مرستيال نجيب الله ناصر سره چې تازه هېواد ته راستون شوى و، وکتل. په دې کتنه کې د ولسمشر سياسي مرستيال مولوي عبدالکبير وويل چې  د نظام دپياوړتيا، دهېواد دبيا جوړولو او له ستونزو څخه دخلاصون په لاره کې  دټولو هيوادوالو  ګډ کار ته اړتيا ده. هغه زیاته کړه هر هغه څوک چې وطن ته راستنیږي دلته به په عزت او وقار سره ژوند وکړي. د لومړي وزير سياسي مرستيال له ټولو افغانانو وغوښتل، چې خپل وطن ته ستانه شي او د هېواد په پرمختګ کې ونډه واخلي. په اعلاميه کې راغلي: “ښاغلي ناصر هېواد ته په راستنېدو خوښي څرګنده کړه او له ا.ا څخه مننه وکړه چې یو کمیسیون یې جوړ کړي او خپل وطن ته د افغان شخصیتونو د بیرته راستنیدو لپاره یې عمومي بخښنه اعلان کړه.” هغه وويل، چې ټول افغانان په هېواد کې د هوسا او باعزته ژوند تېروي او د هېواد په اوسني حالت کې يووالي او ګډ کار ته اړتيا ده. ناصر زياته کړه، چې د ملي شورا د پخوانيو غړو په ګډون يو زيات شمېر افغانان په بهر کې مېشت دي، چې هېواد ته راستنېدو ته چمتو دي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرو حکومتونو سلګونه چارواکي د دغه کمېسیون په بلنه له افغان شخصیتونو سره د تماس په موخه هېواد ته راستانه شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د ښځو نړیواله ورځ او د طالبانو په رژیم کې د افغان ښځو وضعیت
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x