مولوي عبدالکبیر: راځئ د افغانستان په جوړولو او د اسلامي نظام په ثبات کې په ګډه کار وکړو

مولوي عبدالکبیر: راځئ د افغانستان په جوړولو او د اسلامي نظام په ثبات کې په ګډه کار وکړو

د ریاست الوزرا مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې یادو استادانو د اسلامي امارت له مشرانو مننه وکړه، چې تل یې خپلې دروازې د ملت پر مخ پرانيستي او د ملت غوښتنې په سړه سینه اوري.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې دوی زياته کړه، ولسونه باید د شته نظام د بقا او ثبات لپاره له فرصتونو استفاده وکړي، ځکه افغانان په تېرو څو لسیزو کې له جنګ ډېر کړېدلي؛ نور له جنګ نفرت کوي او په هېواد کې له اسلامي نظام او امنیت څخه خوښ دي.

سرچینې په وینا، مولوي عبدالکبیر له دوی څخه د مننې ترڅنګ وویل، د اسلامي نظام په ټینګښت کې د افغانانو قربانۍ او له مجاهدینو سره یې همکارۍ د ستایلو وړ دي، اسلامي امارت ویاړي چې بانفوذه څېرې او د پوهنتونونو او مدرسو استادان ورسره همکاري کوي او له دوی سره خپلې مشورې شریکوي.

د دې کتنې په پای کې مولوي عبدالکبیر وویل، راځئ د افغانستان په جوړولو او د اسلامي نظام په ثبات کې په ګډه کار وکړو او د نظام د پیاوړتیا او د هېواد رغولو کې خپلې مشورې راسره شریکې کړئ.

بیشتر بخوانید:  د سویډن او فنلنډ د بهرنیو چارو وزیران: په ناټو کې زموږ د هېوادونو د یوځای کېدو بهیر دوام لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x