د معمار پرس د خبر له مخې؛ مولوی عبدالکبیر؛ د کارګرانو په ملي کنفرانس کې د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال د دغې ډلې د چارواکو په وړاندې د هیواد د بندیزونو د لغوه کیدو غوښتنه وکړه او دغه راز یې په هیواد کې د پخواني رژیم پروګرامونه په افغانستان کې د فقر او بیکارۍ لامل وبلل. د طالبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال په دې کنفرانس کې وویل: هغه د تېرو رژيمونو ناکام پلانونه، پرله پسې جګړې، اشغال، د معياري کاري ځواک نشتوالى، د مافيا او جرمي اقتصاد شتون، د صادراتو نا انډوله او سم بازار ته د کورنيو توليداتو نه لاسرسى په هېواد کې د بېکارۍ اصلي لاملونه وبلل. د طالبانو د لومړي وزير سياسي مرستيال وويل: دغه بحران سرپرست حکومت ته د بد ميراث په توګه ورکړل شو او طالبان وتوانېدل چې په ښه پلان او حکمت سره له دغه بحران سره مبارزه وکړي. هغه د بې وزلۍ او بېکارۍ د کمولو په خاطر د نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د خلکو او د طالبانو د واکمنانو پر وړاندې دې غير قانوني او غير عادلانه بنديزونه پاى ته ورسوي.

- 37
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9659
- کې خپور شو 4:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 9659
- July 24, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=9659
- کې خپور شو 4:10 ب.ظ
- د خبر شمیره 9659
- July 24, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 16:10 - July 24, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



