د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د هغې دندې پر اساس چې د اسلامي امارت کابينې له لوري د کابل ښاروالۍ فعاليتونو ارزولو په موخه ورسپارل شوې وه، پرون د يوه پلاوي په مشرۍ د پارک شهر او د تېلو له هغه ټانک څخه چې په غير قانوني ډول جوړ شوي، ليدنه وکړه.
په دې ارزونه کې له نوموړي سره لوی څارنوال مولوي شمس الدين شريعتي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين مولوي سعدالدين سعيد، د امر بالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدو وزارت استازی، د چارو ادارې استازی او د کابل ښاروالۍ استازي هم ملتيا کوله.
د دې کتنې په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ د کړنو څار او ارزونه وشوه او د رياست الوزرا اداري مرستيال او ورسره پلاوي د تېلو ټانک او تاسيساتو موضوع چې په پياده رو او د کابل سيند په حريم کې په غير اصولي ډول جوړ شوي وارزول او په دې اړه يې لازم تصميمونه ونيول.

- 37
- کې خپور شو 9:35 ق.ظ
- د خبر شمیره 2182
- January 9, 2023
- کې خپور شو 9:35 ق.ظ
- د خبر شمیره 2182
- January 9, 2023
- خبرونه
- تازه تازه 09:35 - January 9, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=2182
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



د کابل په منډوي بازار کې د اورلګیدنې ۷۰۰ زره ډالره مالي زیان
18 ساعتونه پیش

د افغانستان د ملي بیرغ رنګونه د کرکټ لیګ له نښې څخه لرې سول
18 ساعتونه پیش
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments