مولوي امیرخان متقي: ټولنه مو مسلکي خلکو ته ضرورت لري ترڅو هېواد له نړۍ سره سیال کړو

مولوي امیرخان متقي: ټولنه مو مسلکي خلکو ته ضرورت لري ترڅو هېواد له نړۍ سره سیال کړو

نوموړي زابل د جهاد ټاټوبی یاد کړ او ویې ویل، چې اشغالګرو غوښتل د افغانانو ترمنځ نفاق او دښمني رامنځته کړي، خو اسلامي امارت په یوه بخښنه سره د دوی پلان له خاورو سره خاورې کړ.

متقي زیاته کړه: (( اشغالګرو غوښتل خلک په الوتکو کې له هېواده وباسي خو اسلامي امارت وتوانېده، چې په لکونو مامورينو او مجاهدینو ته معاشونه ورکړي او لویې پروژې پیل کړي، د دې ترڅنګ عواید او صادرات مو تر پخوا څو چنده زیات شوي، چې دا هرڅه ساتنه غواړي.))

هغه وویل، چې دلته دیني عالمانو ته په کار ده، څو په ټولنه کې اتفاق وساتي خلکو او مجاهدینو ته نبوي سیرت، نبوي اخلاق بیان او د ټولو خلکو، ځوانانو او مجاهدینو  فکرونه جوړ کړي.

ورته مهال په دې غونډه کې د زابل والي مولوي قدرت الله ابو حمزه وویل، چې دیني عالمان زموږ مشران دي او موږ ته ارزښت لري.

نوموړي زیاته کړه، چې دیني عالمان باید د نظام د بقاء لپاره داسې نظریات او مشورې راکړي، ترڅو د هغوی په عملي کولو سره اسلامي امارت بقاء پیدا او پرمختګ وکړي.

په غونډه کې د مرکز او ولسوالیو دیني عالمانو د اسلامي امارت د ملاتړ ترڅنک وویل، چې موجوده نظام دې هر وخت له دیني عالمانو څخه مشورې اخلي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د شیعه ټولنې استازو خپل وړاندیزونه په لیکلي ډول طالبانو ته وړاندې کړل

دوی ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت ټول صفونه تصفیه، فساد کوونکي او بدل خلک دې له خپلو صفونو څخه لرې کړي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x