د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن د قطر هېواد بهرنيو چارو د وزير له ځانګړي استازي دکتور مطلق بن ماجد القحطاني او مل پلاوي سره د یاد وزارت په ستورې ماڼۍ کې وکتل.
په ناسته کې د دواړو لوريو تر منځ په سياسي همکاريو، د اړيکو پياوړتيا او بشري مرستو کی د قطر الخيرية بنسټ فعاليت په هکله مفصلې خبرې وشوې.
په پای کې داوړو لوريو وويل چې شته فرصتونه باید ښه مدیریت او ګټه ترې واخیستل شي.