د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امير خان متقي د بهرنيو چارو وزارت پر عمومي سړک د پرونۍ چاودنې په پايله کې د دغه وزارت د کارکوونکو او ټپي هېوادوالو د پوښتنې په موخه تېر ماسخوتن د سردار محمد داود خان ۴۰۰سوه بستریز او ايمرجنسي روغتونونو ته لاړ او د پېښې له ټولو ټپيانو سره يې نغدي مرسته او د هغوئ د روغتيايي حالت پوښتنه وکړه.
متقي همدارنګه د يادو روغتونونو ډاکټرانو ته سپارښتنه وکړه چې د ټپيانو درملنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په همدې تړاو یې د ایمرجنسي روغتون له رییس او داکترانو سره ناسته هم ترسره کړه.
د يادونې وړ ده، چې پرون مازديګر ناوخته د بهرنیو چارو وزارت پر سړک د چاودنې له کبله ۵ تنه شهيدان او يو شمېر نور هېوادوال ټپيان شول.

- 42
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=2292
- کې خپور شو 12:00 ب.ظ
- د خبر شمیره 2292
- January 12, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=2292
- کې خپور شو 12:00 ب.ظ
- د خبر شمیره 2292
- January 12, 2023
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 12:00 - January 12, 2023
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



