د معمار پرس د خبر له مخې؛ د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، چې په دغه ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړوندو سياسي، اقتصادي ، سوداګريزو، ټرانزيټي اړیکو او په یادو برخو کې د لازمو اسانتياوو د رامنځته کولو په اړه هراړخيزې خبرې وشوې.
د سرچينې د مالوماتو له مخې په دغه ناسته کې همدارنګه په پاکستان کې د افغان کډوالو او سوداګرو د اسانه تګ راتګ په تړاو هم اغېزمن بحثونه ترسره شول.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ پلاوي تر دې وړاندې هم له پاکستاني چارواکو سره بېلابیلې ناستې درلودې.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=4265
۲ کلونه پیش
شماره خبر 4265
منتشر شده در ۱۳:۳۰ - ثور ۱۷, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email