د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پاکستان د جمعیت اسلامي ګوند مشر مولانا فضل رحمان د جمعې په ورځ (د جدي ۱۵مه) د ازادي راډیو پښتو څانګې مشال راډیو ته وویل چې دا سفر به په راتلونکو څو ورځو کې ترسره شي. که دا غونډه ترسره شي، مولانا فضل الرحمان به دویم بهرنی چارواکی وي چې د طالبانو له خوا د افغانستان تر واک لاندې کېدو وروسته د دغې ډلې له مشر سره ګوري. تر دې وړاندې د قطر لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن آل ثاني کندهار ته د خپل سفر پر مهال د طالبانو له مشر سره کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي. تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت افغانستان ته د مولانا فضل رحمان سفر یو شخصي سفر بللی و او په اړه یې څرګندونې نه وې کړې.

- 44
- کې خپور شو 12:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 7332
- January 7, 2024
- کې خپور شو 12:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 7332
- January 7, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



