مولانا فضل‌الرحمان: د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره ناکامه ده

مولانا فضل‌الرحمان، د اسلام‌آباد او طالبانو ترمنځ د زیاتېدونکو کړکیچونو په غبرګون کې، د پاکستان د دولت تګلارې د افغانستان په اړه «ناکامه» بللې او ټینګار یې کړی چې د جګړه‌محورو سیاستونو دوام به یوازې لا ډېرې بې‌ثباتۍ ته لاره هواره کړي.
مولانا فضل‌الرحمان: د افغانستان په اړه د پاکستان تګلاره ناکامه ده

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ مولانا فضل‌الرحمان، د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر، د یکشنبې په ماښام (د قوس ۹مه) د خیبرپښتونخوا ایالت د مردان ښار په یوه غونډه کې څرګنده کړې چې د اسلام‌آباد وروستیو څو لسیزو تګلارو هېڅ پایله نه ده ورکړې او «ناکامه سوې دي». نوموړي ويلي: «په ۷۸ کلونو کې پاکستان ونه سو کولای افغانستان خپل دوست کړي. تاسو یوازې جګړه پېژنئ. تاسو نه سئ کولای دا ستونزه حل کړئ.»

فضل‌الرحمان د دې په ټینګار سره چې هېڅ جګړه باید د دواړو هېوادونو ترمنځ ونه اوسي، زیاته کړې: «نه باید په پاکستان کې وسله‌واله جګړه وي، او نه باید د اسلام‌آباد او کابل ترمنځ تاوتریخوالی وجود ولري. خپلې تګلارې د سیمې د سولې لپاره له سره وارزوئ.» د جمعیت علمای اسلام مشر دا هم ویلي چې وسله‌والې ډلې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سالمو اړیکو خنډ ګرځېدلي دي. هغه د افغانستان له طالبانو غوښتي چې د موجودو ستونزو په حل کې فعاله ونډه واخلي او زیاته کړې یې ده چې حزب یې په پاکستان کې له «جنګ غوښتنې» ملاتړ نه کوي. د فضل‌الرحمان دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په وروستیو اونیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا لوړه سوې او د دواړو لورو چارواکو څو څو ځله له سختو او ګواښوونکو ادبیاتو کار اخیستی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x