سعودي عربستان ۱۷۰۰۰ بې اسناده کډوال نیولي دي

سعودي عربستان ۱۷۰۰۰ بې اسناده کډوال نیولي دي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د هیواد امنیتي ځواکونو د یوې اونۍ په اوږدو کې د دولتي ادارو سره په ګډو عملیاتو کې ۱۷،۳۸۹ اوسیدونکي چې د استوګنې جواز یې نه درلود، نیولي دي. دا کسان په دې هیواد کې د استوګنې، سرحدي امنیت او کار قوانینو د سرغړونې په تور نیول شوي وو. د وزارت د راپور له مخې، له دې جملې څخه، ۱۰،۳۹۷ کسان د استوګنې قانون څخه د سرغړونې په تور، ۴،۱۲۸ کسان د سرحدي امنیت قانون څخه د سرغړونې په تور او ۲۸۶۴ کسان د کار قانون څخه د سرغړونې په تور نیول شوي دي.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان 20 کلنې فوټبال ملي لوبډلې د ګافا سيالیو په لومړنۍ لوبه کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه