ملګري ملتونه: یوناما د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو پل دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ هیأت (یوناما) سرپرست څرګنده کړه چې دغه اداره د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو د پل رول لري او هڅه کوي نړیوال نظام ته د افغانستان مسؤلانه بېرته راستنېدو زمینه برابره کړي.
ملګري ملتونه: یوناما د نړیوالې ټولنې او طالبانو ترمنځ د اړیکو پل دی

جورجیت ګانیون، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همکارۍ هیأت سرپرست، د دوحې فورم غونډې په څنډه کې څرګنده کړه چې دغه هیأت د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د یوه پل په توګه فعالیت کوي.

میرمن ګانیون د هغو رسنیو سره په خبرو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، ټینګار وکړ چې د یوناما هڅې په افغانستان کې د نړیوال نظام سره د بیا ادغام او دې هېواد سره په مرستې د نړیوالو ژمنو د مراعت لپاره متمرکزې دي.

هغې زیاته کړه چې ملګري ملتونه هڅه کوي داسې زمینه برابره کړي چې افغانستان د نړیوالې ټولنې مسؤل غړی په توګه ومنل سي او له نورو هېوادونو سره مثبت تعامل ولري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې د طالبانو حکومت تراوسه د هېڅ هېواد له خوا په رسميت نه دی پېژندل سوی او نړیوالې اندېښنې د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او اقلیتونو د حقوقو په اړه، په افغانستان کې لا هم سته.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x