ملګري ملتونه: کوچني کاروبارونه په افغانستان کې د ښځو د اقتصاد ستنه ده

د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام (UNDP) خبر ورکړی چې کوچني کاروبارونه د افغانستان د ښځو یوازینۍ عاید سرچینه ګڼل کېږي. دې پروګرام زیاته کړې چې په ټول هېواد کې له ۸۹ زره څخه زیات کاروبارونه ملاتړ سوي چې ۹۱٪ یې د ښځو لخوا اداره کېږي او له دې لارې یې تر ۴۳۹ زره پورې دندې رامنځته کړي دي.
ملګري ملتونه: کوچني کاروبارونه په افغانستان کې د ښځو د اقتصاد ستنه ده

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو پراختیا پروګرام نن (یکشنبه، ۳۰ د قوس) په یوه پیغام کې وویل چې د ښځو لپاره یوازینی موجوده عاید کوچني کاروبارونه دي. دغه نهاد زیاتوي چې د هېواد په ټولو ولایتونو کې له ۸۹ زره څخه زیات کاروبارونه ملاتړ کړي چې اکثریت یې د ښځو لخوا اداره کېږي او له دې لارې د ۴۳۹ زره څخه زیاتې دندې رامنځته سوي دي.

ملګري ملتونه همدارنګه وایي چې د ښځو د کار او زدکړې مخنیوی هر کال د افغانستان په اقتصاد کې شاوخوا یو میلیارد ډالر زیان رسوي او د ښځو او د هغوی د کورنیو اقتصادي وضعیت په جدي ډول له ستونزو سره مخ کوي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو په کار او زدکړه باندې سخت محدودیتونه لګولي دي. دې ډلې د هېواد د بیا واکمنۍ په لومړیو ورځو کې ښځې له دولتي ادارو ایستلې او وروسته یې دا محدودیتونه پراخ کړي دي. اوس د ښځو کار په غیر دولتي موسسو کې او د هغوی ځینې کاروبارونه منع سوي او تازه طالبان ښځو ته د ملګرو ملتونو دفترونو ته د ننوتلو اجازه هم نه ورکوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x