ملګري ملتونه: په پاکستان کې د افغان مهاجرینو نیول بې‌ساری حد ته رسېدلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR اعلان کړی چې ۲۰۲۵ کال په پاکستان کې د افغان مهاجرینو د تر ټولو لوړو او مخکیني نه‌لیدل سویو نیونو کال بلل کېږي.
ملګري ملتونه: په پاکستان کې د افغان مهاجرینو نیول بې‌ساری حد ته رسېدلي

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ UNHCR په خپل تازه راپور کې ویلي چې په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغان مهاجرینو د نیونې کچه بیخي لوړه سوې او اکثره نیونې د پاکستان په بلوچستان او پنجاب په ایالتونو کې ترسره سوې دي. د راپور له مخې، تر ټولو ډېر افغان مهاجرین د بلوچستان په چاغي او کوټه ولسوالیو او د پنجاب په اټک سیمه کې نیول سوي دي.

د شمېرو پر بنسټ، د روان کال د جنوري له لومړۍ نېټې تر اوسه پورې ۱۰۰ زره او ۹۷۱ افغان مهاجرین نیول سوي دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، د دغو نیول سویو کسانو ۷۶ سلنه د ACC کارت لرونکي او بې‌اسناده افغان مهاجرین دي او ۲۴ سلنه نور بیا د PoR کارت لرونکي دي.

د پاکستان حکومت سږکال دوه مهمې پرېکړې صادرې کړي چې له مخې یې د بې‌اسنادو افغانانو د ایستلو لړۍ له اسلام آباد او راولپنډی څخه چټکه سوې او حتی د PoR کارت لرونکي هم نیول سوي او د ایستلو له خطر سره مخامخ دي. له بلې خوا، ملګرو ملتونو تایید کړې چې په پاکستان کې د افغان مهاجرینو لپاره نغدې بشري مرستې کمې سوې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x