ملګري ملتونه: په افغانستان کې له ۱۷ میلیونو څخه زیات کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) خبرداری ورکړی چې د ژمي له رارسېدو سره سم به په افغانستان کې شاوخوا ۱۷٫۴ میلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخ سي.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې له ۱۷ میلیونو څخه زیات کسان له شدیدې لوږې سره مخ دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فائو) د سې‌شنبې په ورځ، د قوس ۲۵مه، په خپل راپور کې ویلي چې اټکل کېږي د ژمي په موسم کې به په افغانستان کې ۱۷٫۴ میلیونه کسان له جدي خوراکي کمښت سره مخامخ سي.

د راپور له مخې، په افغانستان کې د خوړو مرستې په لویې کچې محدودې سوې دي او دا مهال یوازې شاوخوا ۲٫۷ سلنه د هېواد نفوس تر پوښښ لاندې راولي. دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د هوا له سړېدو سره هم‌مهاله د خوراکي خوندیتوب وضعیت لا پسې خرابېږي.

فائو زیاتوي چې اقتصادي ستونزې، د کډوالو پراخ بېرته ستنېدل، پرله‌پسې وچکالۍ او وروستۍ زلزلې د خلکو د ژوند وضعیت لا سخت کړی دی.

د ملګرو ملتونو په راپور کې راغلي چې ښځې، ماشومان او نارینه په ټول هېواد کې له تر ټولو زیان‌منونکو ډلو څخه دي، چې د راتلونکي ژمي پر مهال به له شدید خوراکي کمښت سره مخ سي.

راپور زیاتوي: «د اقتصاد اوږدمهاله کمزوري کېدل، پرله‌پسې وچکالۍ او د بشري مرستو د پام وړ کمښت لامل سوی چې د افغانستان لویه برخه نفوس د خپلو لږ تر لږه خوراکي اړتیاوو د پوره کولو توان ونه لري.»

تر دې وړاندې د خوړو نړیوال پروګرام هم اعلان کړی وو چې د بودجې د سخت کمښت له امله اړ سوی دی خپلې خوراکي مرستې په افغانستان کې له ۱۰ میلیونو کسانو څخه یوازې ۲ میلیونو کسانو ته راکمې کړي؛ دا اقدام د بشري بحران د لا پراخېدو اندېښنې زیاتوي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x