ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې سلګونه ګودامونه جوړ سوي

فائو اعلان کړی چې د نړيوال بانک په همکارۍ د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې ۵۲۵ ګودامونه جوړ سوي دي؛ دا اقدام د حاصلاتو د ضايعاتو د کمولو او د دهقانانو د عايد د زياتولو په موخه ترسره سوی دی.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کرنیزو محصولاتو د ساتنې سلګونه ګودامونه جوړ سوي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان(فائو) د سې‌شنبې په ورځ، د قوس ۲۵مه، خبر ورکړ چې د افغانستان په مرکزي، شمالي، جنوبي او لوېديځو سيمو کې د کرنيزو محصولاتو د ساتنې ۵۲۵ ګودامونه جوړ سوي دي.

د ياد سازمان د معلوماتو له مخې، دغه ګودامونه د کشمش، پياز او کچالو په څېر د محصولاتو د ساتنې لپاره جوړ سوي او د نړيوال بانک په همکارۍ ګټې اخيستنې ته سپارل سوي دي.

فائو ويلي دي چې دغه پروژه دهقانانو ته دا زمينه برابروي څو خپل محصولات په معياري او مناسبو شرايطو کې وساتي او د ژر خرابېدو مخه يې ونيسي.

په افغانستان کې د معياري ګودامونو او سړو خونو د کموالي ستونزه تل د حاصلاتو تر راټولولو وروسته د کرنيزو محصولاتو د ضايع کېدو له مهمو لاملونو څخه بلل سوې ده؛ هغه ستونزه چې د دهقانانو عايد کموي او اقتصادي زيانونه زياتوي.

د فائو په وينا، د دغو ګودامونو جوړول نه يوازې د حاصلاتو تر راټولولو وروسته د ضايعاتو مخه نيسي، بلکې د بازار ثبات، د محصولاتو د کيفيت لوړوالی او د افغان دهقانانو د معيشت ښه والی هم تضمينولی سي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x