د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام (UNHCR) خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې چټک ښاري کېدل، په ځانګړې توګه په لویو ښارونو لکه کابل کې، د ناکافي زیربناوو او چاپیریالي کړکېچونو سره مل دي، او دا ښارونه د داسې بدلون لپاره چمتو نه دي.
د چهارشنبې په ورځ، د اسد په ۲۲مه، سازمان په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل چې په ۱۹۵۰ کال کې، د افغانستان یوازې ۵ سلنه نفوس په ښارونو کې ژوند کاوه، خو دا شمېره تر ۲۰۲۲ پورې ۲۵ سلنې ته لوړه شوه او اټکل کیږي چې تر ۲۰۶۰ پورې به ۵۰ سلنې ته ورسیږي.
په هرصورت، د ملګرو ملتونو د بشري مېشتځایونو پروګرام ټینګار وکړ چې افغان ښارونه د دې چټکې ودې لپاره چمتو نه دي.