ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري مرستو بیړنۍ اړتیا ټینګار کوي

تاکید سازمان ملل بر نیاز فوری افغانستان به کمک‌های بشردوستانه

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په استانبول کې د مرستندویه هېوادونو د همغږۍ ډلې له غونډې مخکې، یوناما خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري کړکېچ خطرناکې کچې ته رسیدلی او بیړني نړیوال اقدام ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د هیواد د اقتصادي وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او یو ځل بیا یې له مرستندویه هیوادونو وغوښتل چې د افغانانو بشري اړتیاوو ته جدي پاملرنه وکړي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي د ځانګړې استازې مرستیالې او د بشري مرستو همغږي کوونکې اندریکا راتوټه اعلان وکړ چې سږکال په افغانستان کې شاوخوا ۲۲.۹ میلیونه خلک بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.

بیشتر بخوانید:  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د ۲۰۲۵ کال د کرکټ د چمپینز لیګ په مرګ ډله کې
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه