د معمار پرس د خبر له مخې؛ ملګرو ملتونو د ګاونډیو هیوادونو څخه د سلګونو زرو کډوالو د راستنیدو وروسته په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د چټک زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ویاند سټیفن دوجاریک اعلان وکړ چې سږکال له ایران او پاکستان څخه له ۱.۷ ملیون څخه ډیر افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي دي، پداسې حال کې چې ډیری یې د ځایی ټولنو سره لږ اړیکه لري او د سرپناه او اقتصادي فرصتونو نشتوالي په څیر لویو ننګونو سره مخ دي.
دوجاریک د اسد په ۲۶مه، د شنبې په ورځ په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل: “د راستنیدونکو د پام وړ زیاتوالي په افغانستان کې بشري اړتیاوې زیاتې کړې دي. ډیری یې د ملاتړ شبکه نلري او د کار او ژوند کولو ځای موندل ستونزمن کوي.”