ملګري ملتونه: په افغانستان کې دفترونو ته د ښځو د تګ بندیز د اندېښنې وړ دی

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د طالبانو له‌خوا پر ښځو د دوامدارو محدودیتونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د دې سازمان دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د ننوتلو د بندیز ۱۰۰ ورځې پوره سوې دي، چې دا وضعیت د منلو وړ نه دی.
ملګري ملتونه: په افغانستان کې دفترونو ته د ښځو د تګ بندیز د اندېښنې وړ دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د طالبانو له‌خوا پر ښځو د محدودیتونو د دوام له امله اندېښنه څرګنده کړې او اعلان یې کړی چې د ښځینه کارکوونکو پر دفترونو د ننوتلو بندیز ۱۰۰ ورځې پوره کړې دي، او دا حالت د منلو وړ نه دی.

دغه دفتر د سې‌شنبې په ماښام، د قوس ۲۵مه، د ایکس ټولنیزې شبکې له لارې په خپره سوې اعلامیه کې له طالبانو غوښتي چې دا بندیز ژر تر ژره لغوه کړي او د ښځو بنسټیزو حقونو ته درناوی وکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي:
«پر ښځو او انجونو سیستماتیک تبعیض نه یوازې د بشري حقونو ښکاره نقض دی، بلکې د افغانستان د راتلونکې په ګټه هم نه دی، او باید سمدستي پای ته ورسېږي.»

ملګرو ملتونو تر دې وړاندې هم څو ځله د طالبانو د هغو تګلارو په اړه خبرداری ورکړی چې د ښځو پر وړاندې، په ځانګړي ډول د زده‌کړو، کار او ټولنیز ګډون په برخو کې، پلي کېږي او دا یې د هېواد د پرمختګ او ثبات پر وړاندې یو جدي خنډ بللی دی.

له هغه راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، تر څلورو کلونو ډېر وخت تېر سوی، خو په افغانستان کې ښځې لا هم د زده‌کړې، په نړیوالو بنسټونو کې د کار، او په ټولنه کې د فعال حضور له حقه محرومې دي. ګڼو بشري حقونو سازمانونو دا وضعیت «جنسیتي اپارتاید» بللی دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x