ملګري ملتونه: لږ تر لږه دوه میلیونه افغان مهاجر لا هم په پاکستان کې حضور لري

ملګري ملتونه: لږ تر لږه دوه میلیونه افغان مهاجر لا هم په پاکستان کې حضور لري

پاکستاني رسنیو د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د راپور له قوله لیکلي چې د ۲۰۲۵ کال په ترڅ کې له یو میلیون څخه ډېر افغان مهاجر افغانستان ته ستانه سوي، خو سره له دې، شاوخوا دوه میلیونه د افغانستان وګړي لا هم په پاکستان کې مېشت دي.

د UNHCR د معلوماتو له مخې، یوازې د نومبر په میاشت کې له ۱۷۱ زرو څخه ډېر افغان مهاجر خپل هېواد ته ستانه سوي، چې له دې شمېر څخه نږدې ۳۸ زره کسان په جبري ډول او د چمن او تورخم له سرحدي دروازو له لارې ایستل سوي دي.

په راپور کې راغلي چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترینګلتیاوو د سرحدي تګ‌راتګ پر محدودېدو او د بشردوستانه مرستو د رسولو په بهیر کې خنډونه رامنځته کړي؛ هغه موضوع چې د افغان کډوالو او مهاجرینو وضعیت یې له جدي ننګونو سره مخ کړی دی.

دغه وضعیت د انساني شرایطو او اړینو مرستو ته د افغان مهاجرینو د لاسرسي په اړه اندېښنې زیاتې کړې دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x