ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په شخړو کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل سوی او ۴۵۳ ټپیان سول

جورجیوت ګانیون، د یوناما سرپرستې، په خپله تازه راپور کې ویلي چې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ شخړو کې یوازې د اکتوبر له ۱۰مې تر ۱۷مې لږ تر لږه ۵۰ ملکي کسان وژل سوي او ۴۵۳ نور ټپیان سوي دي.
ملګري ملتونه: د طالبانو او پاکستان په شخړو کې تر ۵۰ ډېر کسان وژل سوی او ۴۵۳ ټپیان سول

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې جارجیوت ګانیون، په درې میاشتنې تازه راپور کې، چې د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته وړاندې سوی، ویل سوي چې د اکتوبر د ۱۰مې تر ۱۷مې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اته ورځنیو سرحدي شخړو په جریان کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل سوي او ۴۵۳ نور ټپیان سوي دي.

د راپور له مخې، د دې تلفاتو ډېر شمېر ملکي وګړي دي چې د هوایي بریدونو او سختو ډزو قرباني سوي، په ځانګړي ډول د قندهار په سپین‌بولدک او کابل ښار کې. دا کړکېچ د طالبانو د واکمنۍ وروسته په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ له جدي ترینو ټکرونو څخه ګڼل کېږي.

راپور زیاتوي چې د طالبانو استخباراتي ریاست یوناما ته په رسمي لیک کې ویلي چې د اکتوبر د ۱۵مې ورځې بریدونه د ملکي خلکو پراخ تلفات لرلي او د پاکستان مخکېنی تړون د دې لپاره چې نور بریدونه ونه کړي، سرغړونه کړې ده.

دا پېښه په داسې حال کې سوې چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ سیاسي او امنیتي اړیکې په وروستیو اونیو کې جدي خرابې سوې، او داسې مسایل لکه د پاکستانی طالبانو غورځنګ شتون په افغانستان کې، د افغان کډوالو ایستل، او سرحدي اختلافونه د دې کړکېچ اصلي عوامل ګڼل سوي دي.

ملګري ملتونو په خپل راپور کې خبرداری ورکړی چې د دې ډول شخړو دوام د سیمې امنیت لا زیات په خطر کې اچوي او پر سرحدي سیمو کې د انساني وضعیت منفي او پراخ اغېزې لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x