د معمار پرس د خبر له مخې؛ د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې د زعفرانو د کښت په برخه کې له افغان بزګرانو سره مرسته کوي. نړيوال پروګرام په دوام وويل، دغه پروګرام د دوامدارو فرصتونو د رامنځته کولو او د کورنيو د ژوند د پياوړتيا په مقصد پلې کيږي. د خوړو نړیوال پروګرام ټینګار کړی چې د زعفرانو کښت نه یوازې د عاید سرچینه ده، بلکې دا د کورنیو د تغذیې د ښه کولو او په افغانستان کې د باثباته اقتصاد د پیاوړتیا یوه لاره ده. دغه نړیواله موسسه له بزګرانو سره د زعفرانو د کښت او پروسس په پړاوونو کې د وسایلو، اړینو زده کړو او مالي ملاتړ له لارې مرسته کوي.

- 79
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114903
- کې خپور شو 4:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 114903
- December 29, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=114903
- کې خپور شو 4:45 ب.ظ
- د خبر شمیره 114903
- December 29, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 18:46 - December 29, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



