ملګري ملتونه: د افغان کډوالو د راستنیدو کړکېچ بیړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا لري

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ د افغان کډوالو د راستنیدو د بې ساري څپې په اړه اندیښنه څرګنده کړې او د دوی د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې د بیړنۍ نړیوالې مرستې غوښتنه کړې ده.
ملګري ملتونه: د افغان کډوالو د راستنیدو کړکېچ بیړنۍ نړیوالې مرستې ته اړتیا لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ دې ادارې په دې وروستیو کې خبرداری ورکړی چې په محدودو سیمو کې د راستنیدونکو تمرکز په سیمه ایزو زیربناوو او ټولنو باندې دروند فشار راوړی دی.

په خپل وروستي راپور کې، ملګرو ملتونو ویلي چې د هیواد څو ځانګړو برخو ته د راستنیدونکو راتګ سیمه ایزې سرچینې فشار راوړي دي.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو میاشتو کې د راستنیدونکو بې ساري زیاتوالی د کورونو کمښت، لوړې بیې او بې کاري په ګډون د ګڼ شمیر ستونزو سره مل دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه