د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د سهشنبې په ورځ، د قوس ۴مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد نړیوالې ورځې په مناسبت د یو پیغام په خپرولو سره اعلان کړی چې د افغانستان د ښځو او انجونو له حقونو څخه ملاتړ او د نړیوال یووالی نوي کول اړین دي. دې سازمان د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي او د ښځو تر مدیریت لاندې د سیمهییزو بنسټونو د ملاتړ لپاره د انعطافلرونکو مالي منابعو د تأمین پر اهمیت ټینګار کړی دی.
همدارنګه، د ډیجیټلي فضا خوندي او پراخ لاسرسی د ښځو د پیاوړتیا او د تاوتریخوالي د کمولو مهم عنصر بلل سوی دی. په پیغام کې راغلي دي: «نړۍ باید نن او هره ورځ د افغانستان له ښځو او انجونو سره یو غږ وي او د هغوی ملاتړ وکړي.» د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د افغانستان اوسني بحران ته په اشارې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې چې د افغان ښځو او انجونو د ساتنې او د هغوی د حقونو د تضمین لپاره عملي اقدامات ترسره کړي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان ښځې او انجونې له پراخو محدودیتونو، سیستماتیک تاوتریخوالي او خپلو بنسټیزو حقونو څخه د محرومیت سره مخ دي.



