د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام (UNDP) د سویلي کوریا حکومت سره په همکارۍ، د “REVIVE” (په بیړنیو حالاتو کې د زیان منونکو لپاره مرستې، کارموندنه او مهم زیربنا) په نوم یو نړیوال پروګرام پیل کړ ترڅو د افغانستان په ګډون د ځپلو هېوادونو بیارغونه کې مرسته وکړي.
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام په وینا، په افغانستان کې به دا پروګرام په لرې پرتو او زیان منونکو سیمو کې د خوړو خوندیتوب او د ژمي لپاره چمتووالي باندې تمرکز وکړي.