ملګري ملتونه: داعش خراسان په افغانستان کي يوازي سيمه‌ييز نه، بلکي نړيوال ګواښ دی

د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي د امنيت شورا په غونډه کي خبرداری ورکړی دی چي په افغانستان کي د داعش خراسان څانګه لا هم د سيمې او نړۍ د امنيت لپاره يو جدي ګواښ بلل کېږي؛ دا څرګندونې د طالبانو له هغو ادعاوو سره په ټکر کي دي چي وايي دوی د دې ډلې ګواښ تر کنټرول لاندي راوستی دی.
ملګري ملتونه: داعش خراسان په افغانستان کي يوازي سيمه‌ييز نه، بلکي نړيوال ګواښ دی

د معمار خبري اژانس د راپور له مخي؛ الکساندر زوئف، د ملګرو ملتونو له لوړپوړو چارواکو څخه، د چهارشنبې په ماښام د امنيت شورا په غونډه کي وویل چي په افغانستان کي د داعش خراسان فعالیتونه لا هم د سيمې د امنيت تر څنګ د نړيوال امنيت لپاره هم جدي ګواښ ګڼل کېږي. دا خبرې په داسې حال کي کېږي چي د طالبانو اداره ادعا لري چي د داعش ګواښ یې کنټرول کړي دي.

زوئف، د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د چارو سرپرست، په دې غونډه کې چي د نړيوال امن او سولې پر وړاندې د ترهګریزو کړنو د ګواښونو د څېړلو لپاره جوړه سوې وه، وویل چي داعش خراسان لا هم وړتیا لري چي خپل صفونه په چټکۍ سره بیا جوړ کړي او نوي کسان ورسره يو ځای کړي؛ نوموړي زیاته کړه چي دا کار تر ډېره د انټرنېټ له لارې تر سره کېږي.

نوموړي وويل: «په افغانستان کي داعش خراسان لا هم د سيمې او له هغې هاخوا د نړۍ لپاره له جدي ګواښونو څخه دي.»

دغه لوړپوړي چارواکي همدارنګه د کابل هغه وروستي برید ته اشاره وکړه چي داعش تر سره کړی وو او په پايله کي یې اوه کسان، چي د چين يو اوسېدونکی هم پکښي شامل وو ، ووژل سول او يو شمېر نور ټپيان سول. داعش ډلې د دې برید مسؤولیت پر خپله غاړه اخيستې دي.

سره له دې، طالبان پرله‌پسې دا ادعا کوي چي په افغانستان کي د داعش فعالیتونه تر کنټرول لاندي دي او دا ډله نور د پراخو بريدونو د تر سره کولو توان نه لري.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x