د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو پروګرام (UNHCR) اعلان کړی چې په ملیونونو افغانان، په ځانګړې توګه هغه چې په غیر رسمي میشت ځایونو کې ژوند کوي، د څښاک پاکو اوبو او اساسي روغتیا او حفظ الصحې خدماتو ته له لاسرسي څخه محروم دي.
دې نړیوال سازمان په دې هیواد کې د خلکو د ژوند شرایطو د ښه کولو لپاره د سمدستي او پراخې مداخلې غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري میشت ځایونو ادارې په خپل پیغام کې چې په ایکس ټولنیز شبکه کې خپور شوی، پاکو اوبو ته د لاسرسي پر اهمیت ټینګار کړی او دا یې د عامې روغتیا او انعطاف منونکو ټولنو بنسټ بللی دی.
د پیغام یوه برخه داسې ده: “پاکې اوبه د انساني وقار او روغتیا سمبول دی، خو په افغانستان کې، په میلیونونو خلک لا هم له دې څخه بې برخې دي.”