د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو دفترونو خپلې چارې د ایران او افغانستان د پولې په اسلامقلعه سیمه کې وروسته له هغه ودرولې، چې په دې سیمه کې د ښځو پر کار د محدودیتونو کچه زیاته سوه.
ایندریکا راتواته، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو همغږي کوونکي، د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي: «ملګري ملتونه او زموږ بشري همکاران نن اړ سول چې په اسلامقلعه کې د مرستو عملیات ودروي، ځکه چې نویو محدودیتونو د افغان ښځینه کارکوونکو د دوامدار کار مخه نیولې ده.» هغه د دغو محدودیتونو پر وړاندې په غبرګون کې وویل چې دا ډول اقدامات د عملي چارو په بهیر کې بیړنی خنډونه رامنځته کوي او د راستنېدونکو خلکو، په ځانګړې توګه د ښځو او انجونو، ژوند او خوندیتوب له خطر سره مخ کوي.
که څه هم د دغو محدودیتونو د نوعیت په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړل سوي، خو راپورونه څرګندوي چې طالبانو په وروستیو میاشتو کې د ښځو د کار د بندیز ساحه د ملګرو ملتونو دفترونو او د هغوی د همکارو مؤسسو پر کار هم غځولې ده. اسلامقلعه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو له خورا مهمو لارو څخه ده، او د مرستندویو ادارو د فعالیت درېدنه کولای سي په دې سیمه کې د زرګونو اړمنو خلکو د خدمتونو بهیر له جدي خنډ سره مخ کړي.



