د یاد خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپورور ریچارډ بینیټ د دوشنبې په ورځ (د حمل ۷ مه) په یوه ټویټ کې وویل: طالبانو په دې وروستیو کې د هغو ښځو له جملې څخه رقیه ساعی، فاطمه محمدي او ملالۍ هاشمي نیولي چې په کابل کې یې د نجونو د ښوونځیو د دروازو د تړلو پر ضد مظاهره کړې وه.
ریچارډ بینیټ له طالبانو غوښتي چې سمدستي او “غیر مشروط” بندیانې میرمنې خوشې کړي.