د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت دفتر (یوناما) اعلان کړی چې د طالبانو او د پاکستاني پوځ تر منځ جګړې د ملکي وګړو ژوند ته جدي زیان رسولی دی.
په هغه خبرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۳مه) د یوناما لهخوا خپره سوې، راغلي چې دا اداره لا هم د وژل سویو او ټپیانو د دقیق شمېر د معلومولو لپاره معلومات راټولوي. یوناما تراوسه د ملکي تلفاتو کره شمېر نهدی خپور کړی، خو ټینګار یې کړی چې د سرحدي جګړو شدت د ملکي وګړو د امنیت په اړه ژورې اندېښنې راولاړې کړې دي.
په یوې برخې کې د یوناما په اعلامیه کې ویل سوي: یوناما له ټولو اړخونو غوښتنه کوي چې ژر تر ژره جګړې ودروي، څو د ملکي وګړو ژوند خوندي سي او د لا زیاتو تلفاتو مخه ونیول سي.» راپورونه ښيي چې د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو له امله د کابل او کندهار په ځینو سیمو کې هم تاوانونه رسېدلي، خو د تلفاتو دقیق شمېر لا نهدی معلوم.