د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا اعلان وکړ چې د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني ته د سفر بندیز څخه دوهم معافیت ورکړل شوی ترڅو هغه وکولای شي د عمرې د مراسمو د ترسره کولو لپاره سعودي عربستان ته سفر وکړي. د امنیت شورا د بندیزونو کمیټې په وینا، دا معافیت د جنوري له ۲۳ څخه د فبروري تر ۳ پورې (د دلو له ۴ څخه تر ۱۵ پورې) د اعتبار وړ وو. د امنیت شورا په خپله اعلامیه کې متحده عربي اماراتو ته د حقاني د سفر یادونه نه ده کړې. سعودي عربستان ته د تګ پر مهال، حقاني په متحده عربي اماراتو کې د دې هیواد له ولسمشر سره ولیدل او خبرې اترې یې ورسره وکړې.

- 51
- کې خپور شو 5:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 119525
- February 4, 2025
- کې خپور شو 5:39 ب.ظ
- د خبر شمیره 119525
- February 4, 2025
- خبرونه
- تازه تازه 12:11 - February 5, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=119525
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



