د معمار خبري اژانس د راپور له مخې ؛ د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام د ۳۰ دلو په ورځ په یوه پیغام کې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د ناڅاپي سېلابونو له امله له ۳۱ زرو څخه زیات کسان زیانمن سوي دي .
د دې بنسټ د څرګندونو له مخې، چې د ملګرو ملتونو پورې تړاو لري، دغو پېښو د هېواد ۲۸ ولایتونه اغېزمن کړي دي.
د ملګرو ملتونو د بشر د مېشتېدنې پروګرام خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د اقلیم ناڅاپي بدلونونه او سختې طبیعي پېښې په زیاتېدو دي او اغېزې یې پر زیانمنو ټولنو لا پراخېږي.
د ملګرو ملتونو د بشر دمېشتېدنې پروګرام ټینګار کړی چې زیربناوې باید داسې جوړې سي چې د طبیعي پېښو پر وړاندې پیاوړي او ځواکمنې وي.
ددغه بنسټ په پیغام کې راغلي: «زموږ هڅې دا دې چې د طبیعي پېښو پر وړاندې پیاوړي زیربناوي جوړي کړو، څو په سیمه کې تلپاتې او ښکاره اغېزې پرېږدي.»
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو بېلابېلو بنسټونو مخکې خبرداری ورکړی و چې اقلیمي بدلونونو د افغانستان بشري کړکیچ نور هم سخت کړي، او د خلکو زیانمنېدنه یی زیاته کړي ده .



