د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سټيفن دوجاريک، د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند، په خپلو څرګندونو کې د افغانستان د اوسني حالت په اړه وويل چې دغه سازمان يوازې نسي کولی د دې هېواد ستونزې، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو موضوع، حل او فصل کړي. نوموړي له نړۍوالو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان د شرايطو د ښه کولو لپاره پراخې همکارۍ وکړي. دوجاريک د بګرام د هوايي اډې موضوع ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د دې اډې اړوند مسائل بايد د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو له لارې حل سي. دا څرګندونې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغه خبرداري وروسته مطرح سوې چې مخکې يې ويلي وو که طالبان د بګرام هوايي اډه واشنګټن ته تسليم نه کړي، «بدې پېښې به رامنځته سي.» د ملګرو ملتونو وياند د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې د افغانستان د انټرنېټ پرېکون يادونه هم وکړه او څرګنده يې کړه چې طالبان او نورې واکمنې ډلې «د خلکو له غږ څخه د وېري له امله» د انټرنېټ د لاسرسي د محدودولو هڅې کوي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د بشري حقونو وضعيت، په ځانګړي ډول د ښځو حقوق، او د اړيکو محدوديتونه په افغانستان کې لا هم د نړيوالې ټولنې د جدي اندېښنو وړ دي. دوجاريک پر دې ټينګار وکړ چې د دايمي حللارو د موندلو لپاره بايد خبرې اترې او نړيواله همکاري وسي.
- افغانستان نړيوالې همکارۍ ته اړتيا لري
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره نړيواله همکاري ضروري ده، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د بګرام د هوايي اډې د موضوع په برخه کې.

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=150177
۵ ورځې مخکی
شماره خبر 150177
منتشر شده در 3:55 ب.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
مطالب پیشنهادی