د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملي مقاومت جبهې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري په خپل X پاڼه کې په یوه یادښت کې ادعا وکړه چې د پروان ولایت په بګرام هوايي اډه کې د چین د شتون په اړه باوري راپورونه شتون لري.
هغه طالبان تورن کړل چې د بهرنیو هیوادونو لپاره په افغانستان کې د مداخلې لپاره وسیله ګرځیدلي، سره له دې چې د بهرنیو ځواکونو د شتون مخالفت کوي.