د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ بشیر احمد تهینج چې د کابینې پخوانی غړی او د ملی اسلامی غورځنګ د مهمو څیرو څخه هم دی، د ډونالډ ټرمپ د جنجالی څرګندونو په تړاو چې د بګرام هوایې اډې د بیا نیولو په اړه یې کړی وې په یوه فیسبوکی یادښت کې لیکلي: «د بګرام او افغانستان آزادول یوازې د مارشال عبدالرشید دوستم او د هغه د همکارانو په اقدام سره امکان لري.» هغه د نجیبالله د حکومت د نسکورېدو تجربې ته په اشارې وویل: «کله چې د دوستم ځواکونه له مجاهدینو سره یو ځای سول، حکومت نسکور سو. تهینج زیاته کړه: «دونالډ ټرمپ خپل خوبونه د مارشال دوستم په مرسته عملي کولی سي.» د هغه دا څرګندونې د کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. ځینو دا «خیالبافي» او «د ناکامو تجربو تکرار» بللي دي. تر دې مخکې، ټرمپ د بریتانیا له لومړي وزیر سره په ګډه خبري ناسته کې ویلي وو: «موږ هڅه کوو چې د بګرام هوايي اډه بېرته تر لاسه کړو. هغوی [طالبان] له موږ غوښتنې لري او موږ هغه اډه غواړو.» همدارنګه، سیانان خبری شبکې د درې سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ټرمپ له څو میاشتو راهیسې د امریکا امنیتي چارواکي تر فشار لاندې راوستی ترڅو د بګرام د بېرته نیولو لاره پیدا کړي.
- بګرام ته د امریکا بېرته ستنېدل
د ټرمپ د څرګندونو وروسته چې د بګرام د بېرته نیولو په اړه یې کړې وې، تهینج، د ملي اسلامي غورځنګ لوړپوړی غړی، ویلي چې د دې اډې تر لاسه کول یوازې د مارشال دوستم او د هغه د ملګرو په همکارۍ ممکن دي.

- 89
- کې خپور شو 1:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 149385
- September 21, 2025
- کې خپور شو 1:15 ب.ظ
- د خبر شمیره 149385
- September 21, 2025
- تازه تازه 14:15 - September 21, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149385
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه

د پاکستان علماوو د سولې د ټینګښت لپاره طالبانو ته دخبرو اترو بلنه ورکړه
16:08 - February 19, 2026

د پاکستان له زندانونو څخه د ۲۰۰ څخه زیات د افغان وګړو آزادېدل
14:21 - February 19, 2026

د اسلامآباد ناسمې تګلارې؛ هغه بیه چي افغانستان او پاکستان يي ورکوي
14:17 - February 19, 2026

په مسکو کې د طالبانو او ازبکستان ترمنځ دیپلوماتیکه خبرې اترې
12:59 - February 19, 2026