ملي اتلان؛ د هیلې څراغ، ایثار او د ملتونو هویت

ملي اتلان د وخت او ځای له پولې هاخوا، د زړورتیا، ایثار او د ټولنې پر وړاندې د مسئولیت نښې دي او کولای سي په ټوله نړۍ کې نسلونه د مېړانې، قربانۍ او انساني ارزښتونو ته د ژمنتیا لوري ته وهڅوي؛
ملي اتلان؛ د هیلې څراغ، ایثار او د ملتونو هویت

لیکوال: ز.نظري

د شهید سپهبد قاسم سلیماني د شهادت د کلیزې په درشل کې، دا مناسبت پلمه سوه چې د څو هېوادونو ملي اتلانو ته کتنه وکړو او د ملتونو د الهام‌بخښنې او د انساني ارزښتونو د دفاع په برخه کې د هغوی رول وڅېړو. ملي اتلان د وخت او ځای له پولې هاخوا، د زړورتیا، ایثار او د ټولنې پر وړاندې د مسئولیت نښې دي او کولای سي په ټوله نړۍ کې نسلونه د مېړانې، فداکارۍ او انساني اصولو ته د ژمنتیا لوري ته راوبولي؛ له احمد شاه مسعود څخه په افغانستان کې نیولې، تر صدرالدین عیني، مهاتما ګاندي او ارنستو چګوارا پورې.
ملي اتلان یوازې د تېر وخت نښې نه دي، بلکې د راتلونکي د لارې څراغونه دي. هغوی د خپلې زړورتیا، ایثار او رهبرۍ له لارې د ملتونو د خپلواکۍ، عدالت، هویت او کلتور لپاره لاره هواروي. د دغو شخصیتونو د ژوند څېړنه موږ ته دا ښيي چې اتلولي یوازې په نظامي جګړه کې نه راڅرګندېږي، بلکې په فکري، کلتوري، اخلاقي او آن معنوي ډګرونو کې هم څرګندېدای سي.

احمد شاه مسعود؛ د افغانستان د پنجشېر زمری

احمد شاه مسعود، د افغانستان جهادي قومندان، د ملي مقاومت او الهام‌بښونکې رهبرۍ بېلګه ده. هغه د بهرنیو او کورنیو دښمنانو پر وړاندې ودرېد او د خپل هېواد د خلکو د خپلواکۍ او امنیت لپاره یې خپل ژوند قرباني کړ. مسعود د خپل استقامت او پایدارۍ له لارې د یو ملت د یووالي، هیلې او مقاومت نښه وګرځېد. د هغه شهادت لا هم د راتلونکو نسلونو لپاره د لارې څراغ دی او دا یادونه کوي چې اتلولي تل له اخلاقي او ملي مسئولیت سره تړلې وي.

ارنستو چګوارا؛ د نړیوال مقاومت سمبول

چګوارا د کوبا او لاتینې امریکا په کچه د ظلم او استعمار پر ضد په مبارزه کې د خپلې زړورتیا او ایثار له لارې وښوده چې اتلولي کولای سي له پولو هاخوا مانا ومومي. هغه په سختو او خطرناکو شرایطو کې د فداکارۍ او پایدارتیا له لارې، نه یوازې خپل ملت، بلکې ټول هغه کسان چې د ټولنیز عدالت او آزادۍ په لټه کې دي، الهام کړل. چګوارا موږ ته دا را زده کوي چې ریښتینی اتل هغه څوک دی چې له ځان تېر سي او د انساني ارمانونو او ټولنیز عدالت لپاره خپل ژوند او هوساینه قرباني کړي.

صدرالدین عیني؛ د تاجیکستان ملي کلتوري اتل

صدرالدین عیني، د تاجیکستان د معاصر ادبیاتو پلار، د فکري زړورتیا او کلتوري فداکارۍ له لارې د خپل ملت هویت، ژبه او کلتور وساته او پیاوړی یې کړ. استاد عیني شعر د بخارا د امارت پر ضد د مبارزې د وسیلې په توګه وکاراوه او په هغه وخت کې چې د ختیځ د بیدارۍ او تجدد غوښتنې څپه خپرېدله، خپل لومړی نوی شعر «مارش حریت» ولیکه:
«ای ستمدیدگان، ای اسیران
وقت آزادی ما رسید
مژدگانی دهید، ای قیران
در جهان صبح شادی دمید»

دا شعر ښيي چې عیني لومړنی نوی شعر ویونکی وو. د هغه اثار او فعالیتونه یوازې کلتوري نه، بلکې ټولنیز او سیاسي هم وو او د تاجیک ولس یو نسل یې آزادۍ، تجدد او کلتوري بیدارۍ ته راوباله.

مهاتما ګاندي؛ د هند د اخلاقي او سوله‌ییز مقاومت سمبول

ګاندي، د هند معنوي او سیاسي مشر، د بې‌تاوتریخوالي د مقاومت له فلسفې سره میلیونونه کسان د بریتانیا د استعمار پر ضد متحد کړل. د هغه زړورتیا د جګړې په میدان کې نه، بلکې د سیاست او ورځني ژوند په ډګر کې راڅرګنده سوه؛ هلته چې اخلاقي درېځ او معنوي پایدارۍ د مبارزې اصلي وسیله وګرځېده. ګاندي وښوده چې اتلولي کولای سي ارامه، انساني او پر اخلاقو ولاړه وي او بیا هم د ملتونو د ژور او بنسټیز بدلون ځواک ولري. هغه هغو انسانانو ته الهام ورکړ چې باور لري عدالت، سوله او بشري حقونه د اخلاقي زړورتیا له لارې ترلاسه کېدای سي.

شهید قاسم سلیماني؛ د ایران د ملت ملي اتل

شهید قاسم سلیماني، د سپاه قدس قومندان، د زړورتیا، ایثار او رهبرۍ سمبول وو. هغه نه یوازې په حساسو او خطرناکو شرایطو کې د خپل هېواد د امنیت او خپلواکۍ لپاره خپل ژوند قرباني کړ، بلکې د خپل تدبیر او ځیرکتیا له لارې یې د امریکا، اسرائیلو او د هغوی د سیمې مزدورانو هغه پلانونه شنډ کړل چې غوښتل یې منځنی ختیځ تجزیه کړي او د داعش په څېر د ترهګرو ډلو په جوړولو سره د ملتونو وینې تویې کړي.

شهید سلیماني د مقاومت د ځواکونو د تنظیم او د ملتونو ترمنځ د همغږۍ له لارې د داعش د وینې تویولو ماشین ودراوه او د لوېدیځ او د هغوی د سیمه‌ییزو مزدورانو خطرناک پلان یې ناکام کړ. د هغه له تر ټولو مهمو ځانګړنو څخه دا وه چې هېڅکله یې دښمن ته اجازه ورنه کړه د ایران خاورې ته ننوځي؛ بلکې ګواښ یې تر پولې رسېدو وړاندې له پښو وغورځاوه.


په دې تدبیر سره، هغه نه یوازې د ایران له امنیت څخه دفاع وکړه، بلکې د سیمې د ګڼو هېوادونو امنیت یې هم خوندي کړ او وښوده چې ملي اتلولي کولای سي له پولو هاخوا، انساني او سیمه‌ییز اړخ هم ولري. د هغه الهام‌بښونکې رهبرۍ، زړورتیا، ایثار او پوځي وړتیا هغه د مقاومت او ملي اتلولۍ په سمبول بدل کړ او ملتونو ته یې د ظلم او یرغل پر ضد د درېدو الهام ورکړ.

ملي او نړیوال اتلان، که د جګړې په ډګر کې وي، که د کلتور په میدان کې او که د اخلاقي او سیاسي مبارزې په ډګر کې، یوه ګډه ځانګړنه لري: هغوی له ځان هاخوا فکر کوي او خپل ژوند د ګډو ارزښتونو، ملي هویت او عدالت لپاره وقف کوي. شهید قاسم سلیماني، احمد شاه مسعود، صدرالدین عیني، مهاتما ګاندي، ارنستو چګوارا او نور اتلان هر یو په خپله ځانګړې بڼه موږ دې ته رابولي چې د زړورتیا او مسئولیت، ایثار او فردګرایۍ، مقاومت او اخلاقو ترمنځ پر پوله فکر وکړو.

دا اتلان موږ ته یو خبرداری دي: یادونه کوي چې که غواړو پایدار، آزاد او عادلانه ملتونه او ټولنه ولرو، باید یوازې ځواک او مادي بریا ونه لټوو، بلکې اخلاقي زړورتیا، انساني فداکاري او د ټولنې پر وړاندې مسئولیت خپل اساسي ارزښتونه وګرځوو. ریښتینی اتل هغه څوک دی چې د عدالت، آزادۍ او د ملت د هویت لپاره له وېرې او شخصي ګټو هاخوا ګام واخلي، او دا درس د ننني انسان لپاره تر بل هر وخت ډېر مهم دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x