د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو وزارت نن چهارشنبه (۵ د قوس) خبر ورکړی چې مولوي عبدالکبیر، د طالبانو د کډوالو وزیر د UNDP ادارې د اداري معاونې او د بحران مدیریت د برخې مشرې ښاغلې شکونودا سره په کابل کې وکتل. میرمن شکونودا په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې افغانستان د UNDP د پراختیايي چارو لپاره لومړیتوب لري او دغه اداره د افغان کډوالو د ستونزو لپاره پر دایمي حل لارې کار کوي. هغې زیاته کړه چې د راستنېدونکو وړتیاوو ته په کتو سره، دوی کولی سي د ټولنې فعال غړي سي او هڅې روانې دي چې د دوی لپاره مناسبه کاري فضا برابره سي.
د UNDP پلاوی د کډوالو د ستونزو د مؤثره حل لپاره د وزارت سره د ګډې کمېټې جوړولو وړاندیز هم وکړ. مولوي عبدالکبیر وویل چې د ژمي په رارسېدو سره د راستنېدونکو ستونزې زیاتې سوي او د سیمې نورو هېوادونو کې د پاتې افغان کډوالو وضعیت اندېښمن کوونکی دی. هغه زیاته کړه چې د موقتې مرستې ترڅنګ، د دایمي سرپناه طرحه هم په پلان کې ده او ددې د عملي کېدو لپاره نړیوال ملاتړ ضروري دی. د طالبانو د کډوالو وزیر وویل چې د اړتیا لرونکو کسانو لپاره د مرستو وېش پروسه پیل سوې او د ملل متحد ادارې باید د کډوالو ملاتړ وکړي. د یادونې وړ ده چې د UNDP دفتر په افغانستان کې مخکې ویلي وو چې د ۲.۳ میلیونه افغانانو راستنېدل د هېواد بشري بحران زیات کړی او د میلیونونو خلکو فقر او د سیمهییز مقاومت ظرفیت یې د بحران تر کچې راوستی دی.



