د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد د دې ډلې واليانو ته په یوه رسمي لیک کې ویلي چی هیڅ چارواکی حق نه لري چې د دې ډلې د «تصفیې کمیسیون» په چارو کې لاسوهنه وکړي. ملا یعقوب د طالبانو د تصفیې د کمیسیون مشر هم دی. دغې ډلې په نویو شرایطو سره د خپلو ځواکونو ترمنځ د تصفیې بهیر بیا پیل کړی دی. په یوه رسمي مکتوب کې، چې د شنبې په ورځ (د حمل ۱۱مه) د ملا یعقوب په لاسلیک خپور شوی، راغلي چې په ټولو ولایتونو کې د طالبانو د لیکو د تصفیې کمیسیون د بیاکتنې بورډ په خپلو کارونو کې خپلواک دی. د دې مکتوب په متن کې لیدل کېږي چې په هر ولایت کې د والي مرستیال د طالبانو د لیکو د تصفیې د کمېسیون دنده لري.

- 51
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8183
- کې خپور شو 2:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 8183
- March 31, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=8183
- کې خپور شو 2:41 ب.ظ
- د خبر شمیره 8183
- March 31, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 14:41 - March 31, 2024
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



