د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو مشر ملا هیبت الله اخوندزاده د کندهار پوهنتون ته د سفر پر مهال ټینګار وکړ چې د هغه ټول احکام له الهي احکامو څخه اخیستل شوي دي او د افغانستان خلک باید د هغوی اطاعت وکړي. د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په وینا، د ډلې مشر په خپله غونډه کې له زده کونکو وغوښتل چې دوی باید عصري او دیني علوم دواړه زده کړي، او هغه روښانه کړې چې ښوونځی او مدرسې یو دي. ملا هبت الله خپلې وینا ته په دې سره دوام ورکړ چې افغانستان باید داسې پرمختګ وکړي چې بهرنيان د پوهې ترلاسه کولو لپاره دغه هیواد ته راشي. هغه د پوهنتون استادانو ته هم امر کړی چې د طالبانو د شل کلنې جګړې مستندونه جوړ کړي او نړۍ ته یې معرفي کړي.

- 50
- کې خپور شو 1:58 ب.ظ
- د خبر شمیره 120383
- February 13, 2025
- کې خپور شو 1:58 ب.ظ
- د خبر شمیره 120383
- February 13, 2025
- خبرونه
- تازه تازه 16:59 - February 13, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=120383
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



