ملا هبت‌الله: د طالبانو فرمانونه الهي دي

هبت‌الله اخوندزاده، د طالبانو مشر، ویلي دي چې د دې ډلې فرمانونه او قوانین د افرادو د رأیو پر بنسټ نه صادرېږي، بلکې د الله تعالی حکمونه دي او ټول غړي مکلف دي چې اطاعت ترې وکړي.
ملا هبت‌الله: د طالبانو فرمانونه الهي دي

د معمار خبري اژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت، د سه‌شنبې په ورځ، د قوس ۲۵مه، د طالبانو د مشر پیغام خپور کړ. دا پیغام په کندهار کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د سورهلال ادارې او د شهیدانو او معلولینو وزارت د مسؤلینو لپاره په یوه سمینار کې وړاندې سوی وو.

هبت‌الله اخوندزاده په خپل پیغام کې ټینګار کړی دی: «د طالبانو قوانین او فرمانونه د څو کسانو رأیه نه ده، بلکې د الله تعالی دین او ټول اسلامي احکام دي، چې خلک د الهي دین پر لور رابولي.»

د طالبانو مشر همدارنګه د دې ډلې له غړو غوښتي چې له داخلي اختلافاتو ډډه وکړي او ټول مسؤلین او ځواکونه دې صادر سوي فرمانونه د الهي حکمونو په توګه عملي کړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې له څلورو کلونو راهیسې، د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو له مخې، ښځې له زده‌کړې، کار او ټولنیز ژوند څخه منع سوې دي او پر هغوی سخت محدودیتونه لګول سوي دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
Notify of
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x