د معمار پرس د خبر له مخې؛ په دغه غونډه کې مظلوم د زابل، هلمند، روزګان او دایکنډي ولایتونو والیانو او نورو مسوولینو ته وویل، چې د امنیت لا ټینګښت او د صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه وکړي او تر لاس لاندې ټولو کسانو ته د دندو د ښه ترسره کېدو په برخه کې زده کړې ورکړي.
په یاده غونډه کې د کندهار مرستیال والي مولوي حیاتالله مبارک ترڅنګ، د هلمند، زابل، روزګان او دایکنډي ولایتونو والیانو د امنیت او د صفونو د تصفیې په برخه کې راپورونه شریک کړل او ډاډ یې وړاندې کړ، چې د صفونو تصفیې ته پوره پاملرنه کوي.