د معمار پرس د خبر له مخې؛ د طالبانو د لومړي وزیر د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر د یکشنبې په ورځ (عقرب ۷مه) د ازبکستان د لومړي وزیر له مرستیال جمشید خوجااوف سره د لیدنې خبر ورکړ. د ملا برادر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ازبک چارواکي د دغه هېواد د کرنې، انرجۍ، اوبو، کانونو او ترانسپورت له وزیرانو سره راغلي وو. د ملا برادر دفتر زیاته کړې، چې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال هم د دغه هېواد په ترمذ ښار کې افغان سوداګرو ته د یوه لوی سوداګریز مرکز د سپارلو اعلان کړی دی.

- 48
- کې خپور شو 12:26 ب.ظ
- د خبر شمیره 6664
- October 30, 2023
- کې خپور شو 12:26 ب.ظ
- د خبر شمیره 6664
- October 30, 2023
- خبرونه
- تازه تازه 12:26 - October 30, 2023
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=6664
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
رتبه بندی نوشته
Subscribe
0 دیدگاه ها
Inline Feedbacks
View all comments



