ملا عبدالغني برادر: اسلامي امارت به کورني صنعت او تولید ته د بازار موندنې په موخه پر بهرنیو توکو تعرفه لوړه کړي

ملا عبدالغني برادر: اسلامي امارت به کورني صنعت او تولید ته د بازار موندنې په موخه پر بهرنیو توکو تعرفه لوړه کړي

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، چې صنعت او تولید د هېواد په اقتصادي وده کې د ملا د تیر حیثیت لري او یو هېواد هغه وخت پرمختګ کولای شي چې قوي صنعت ولري او له دې اړخه نه یوازې دا چې پر خپل ځان بسیا و اوسي بلکې نورې نړۍ ته هم خپل تولیدات صادر کړي.
برادر اخوند زیاته کړه، چې له بده ‌مرغه اوږدو جګړو او د واکمنانو عدم ژمنتیا او نه ارادې افغانستان دې ته نه دی پرېښی چې له اقتصادي اړخه چټک مزل وکړي، خو د اسلامي امارت په راتګ سره د هېواد د اقتصادي ودې لپاره اساسي ګامونه اخیستل شوي دي.
نوموړي د صنعت او تولید لپاره برېښنا اړینه وبلله او ډاډ یې ورکړ، چې ژر به په کور دننه د تولید شوې کافي برېښنا څښتنان و اوسو.

هغه وویل، چې اسلامي امارت د ټولو صنعتکارانو تر څنګ ولاړ دی او هر ډول ملاتړ یې خپل مسوولیت ګڼي.
په پای کې نوموړي له هغو ټولو صنعتکارانو وروڼو او خویندو څخه مننه وکړه چې د هېواد د اقتصادي ودې او صنعت ته د پرمختګ ورکولو لپاره یې پانګونه کړې.

هېره دې نه وي، چې کابل نړیوال نندارتون کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته د بازارموندنې، د ملي پانګوالو د ملاتړ، د سوداګرو ترمنځ د اړیکو برابرولو او هېوادوالو ته د کورنیو محصولاتو او تولیداتو د ورپېژندلو په موخه جوړ شوی، چې ټول په کې ۵۵۰ تولیدي کارخونو په ۵۵ بېلابېلو برخو کې خپل محصولات او تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

بیشتر بخوانید:  امریکا: په افغانستان او پاکستان کې د داعش د قوماندانانو تعقیب دوام لري
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x