د معمار پرس د خبر له مخې؛ د صدراعظم د دفتر اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر نن سه شنبې د جدي په ۱۲مه د کندهار د دامان ولسوالۍ په یوه جومات کې د اعتکاف په مراسمو کې په افغانستان کې د څه باندې ۵۰۰ لویو او کوچنیو پروژو د پرمختګ خبر ورکړ. هغه وويل، چې دغه پروژې په بېلابېلو برخو لکه د زيربناوو، اقتصاد، کرنې، اوبو لګولو او نورو برخو کې پلې کېږي. ملا برادر زیاته کړه چې د بدخشان د واخان سړک چې افغانستان له چین سره نښلوي، هم د دغو پروژو له جملې څخه دی. هغه وویل، دا پروژې د افغانانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي او هوساینې لپاره اړینې دي.

- 96
- کې خپور شو 10:32 ق.ظ
- د خبر شمیره 7308
- January 4, 2024
- کې خپور شو 10:32 ق.ظ
- د خبر شمیره 7308
- January 4, 2024
- خبرونه
- آخرین بروزرسانی 10:32 - January 4, 2024
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=7308
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0
0
votes
Article Rating
Subscribe
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments



