نوموړي په یادو مراسمو کې وویل چې: (موږ د افغانستان د زرغونولو او نیالګیو کېنولو په موخه د دا ډول پروګرامونو ستاینه کوو او باوري یو چې په دې سره به ډېرې شاړې ځمکې زرغونې او طبیعت ته به یې ګټه ورسېږي.)
ملا عبدالغني برادر اخوند زیاته کړه، افغانستان یو کرنیز، د پرېمانه اوبو او مناسب طبیعي چاپېریال لرونکی هېواد دی، چې باید هوا یې تر نورو هېوادونو پاکه وای، خو له بدهمرغه د پاکې انرژۍ نشتون او د څو لسیزو په اوږدو کې د اشغالګرو لخوا د خطرناکو بمونو او کیمیاوي وسلو استعمال زموږ د هېواد پر هوا او طبیعت بد تاثیر کړی دی.
نوموړي همدارنګه وویل چې د دغه ککړ چاپېریال او وژونکو کیمیاوي توکو له تاثیراتو څخه د خلاصون یوازېنۍ لار د نیالګیو کېنول او د هغو سالمه روزنه ده.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال غوښتنه وکړه، چې د هېواد هر وګړی باید په دغه برخه کې کار وکړي څو هېواد زرغون او یو ښه چاپېریال رامنځته شي.
د یادونې وړ ده، چې ملا عبدالغني برادر اخوند له هېوادوالو په ځانګړې توګه له کابل ښاریانو څخه وغوښتل، چې په خپلو کورونو کې لږ تر لږه یو نیالګی کېنوي او پاللو ته یې پاملرنه وکړي.